ولسي جرګې اوو حکومتي چارواکو ته د باور راې ورکړه
Nov 30, 2020 14:08 Asia/Kabul
د ولسي جرګې غړو د افغانستان د حکومت شپږو وړاندیزي وزیرانو او د ملي امنیت عمومي مشر ته د اعتماد او باور راې ورکړه.
دافغانستان د ولسي جرګې غړو په خپلې ننۍ غونډې کښې د کرهڼې، معدنونو او پټرولیم، کډوالو، ټرانسپورټ، ښار جوړونې او فواید عامې د چارو وړاندیزي وزیرانو او هم داشان د ملي امنیت مشر ته د باور راې ورکړې او د اطلاعاتو او کلتور او د ښځو د چارو لپاره کاندید وزیرانو د اعتماد راې ترلاسه نه کړې شوې.
د ولسي جرګې په ننۍ رایه ورکونه کښې احمد ضیا سراج د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو سره د ملي امنیت مشر وټاکل شو.
د افغانستان د ولسي جرګې استازو تراوسه د حکومتي کابینې لسو وړاندیزي وزیرانو ته د اعتماد راې ورکړې ده.
ټیګونه