افغانستان د نوي کابینې د بشپړولو په لار کښې :-
د افغانستان د پارلمان استازیو شپږو (۶) وړاندیز شویو وزیرانو او دغه راز د ملي امنیت د ادارې وړاندیز شوي مشر ته د باور رایې ورکړې .
د افغانستان د پارلمان استازیو د کرهڼې ، د معدنونو، د انرژۍ د کډوالو ، ټرانسپورټ ، ښارجوړونې او د فواید عامه وړاندیزي وزیرانو او د ملي امنیت د ادارې مشر ته د باورې رایې ورکړې او د اطلاعاتو او د کلتور او د ښځو د چارو د وزارتونو وړاندیزي وزیرانو د باور رایې ترلاسه نکړې .
په کابینې کښې د غړیتوب لپاره د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزي غړیو په صلاحیت د غور په غونډې کښې احمد ضیا سراج د پارلمان د دوه سوه شلو(۲۲۰) استازیو د رایو په ترلاسه کولو سره د ملي امنیت د ادارې د مشر په توګه وټاکل شو .
د افغانستان د پارلمان استازیو تراوسه د کابینې لسو (۱۰) وړاندیزي وزیرانو ته د باور رایې ورکړي دي .
د ملي امنیت د ادارې د مشر په شمول د افغانستان د حکومت د ځینو چارواکو او د وړاندیزي وزیرانو د صلاحیتونو د غور د غونډو ترسره کیدل چې په کابینې د غړیتوب لپاره باید د پارلمان رایې ترلاسه کړي د هیواد د اوسني حکومت د اغیزشیندونکو کړچارونو د نوی باب زیری ورکونکی کیدلای شي .
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا د څه د پاسه څوارلسو (۱۴) میاشتو تیریدا ته په پام سره د کابینې په جوړولو کښې د اوږدې مودې ځنډ د ولسمشر اشرف غني لپاره ترټولو مهم چیلنج ګڼل کیږي .
د افغانستان د تیر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې جنجال او د رایو د شمیرنو او د نتیجو په اعلان باندې د اشرف غني د سیال عبدالله عبدالله اعتراض تر میاشتو میاشتو پورې دغه هیواد له سیاسي کړکیچ سره مخ کړ او په نهایت کښې دوې موافقه وکړه چې په ګډه حکومت جوړ کړي چې هغه ته د ملي مشارکت حکومت ویل کیږي .
که څه هم حاضردمه عبدالله عبدالله یوازې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشرۍ پرغاړه لري خو هغه له ولسمشر اشرف غني سره موافقه کړي وه چې د کابینې د وزیرانو په معرفي کولو کښې ونډه ولري .
البته د وزارتونو د مسولیت د معلومیدا لپاره پارلمان ته د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزي وزیرانو د معرفي کولو په بهیر کښې تراوسه معلومه نه ده چې کوم وزیران د عبدالله عبدالله لخوا انتخاب او معرفي شوي دي .
له دې چې ورتیر شو پارلمان ته د افغانستان د حکومت د وړاندیزې وزیرانو معرفي کیدل یوازې د اشرف غني او یا د عبدالله عبدالله په مشارکت سره ترسره شوي دي او د پارلمان په اجازې سره د کابینې د جوړیدا په لور د هیواد حرکت زیری ورکونکی او د هغو وزارتونو کارنده کول دي چې څه دپاسه یو(۱)کال کیږي په سرپرستانو سره اداره کیدل .
د افغانستان په شمول په ټولو هیوادونو کښې تجربه د دې ښودنه کوي چې د وزارتونو سرپرستان د کافي اختیاراتو د نه لرلو او د دغو وزارتونو د مسولیت د سپارلو په هکله د نه اطمینان په دلیل د ماموریتونو د پرمخ بیولو لپاره د ضروري انګیزې د نه لرلو په وجه تل نه دي توانیدلي خپلې دندې په وخت او په اغیزشیندونکي ډول مخ ته بوځي .
د افغانستان په کابینې کښې د غړیتوب لپاره د اشرف غني لسو (۱۰) وړاندیزي وزیرانو ته د پارلمان د باور رایو په ورکولو سره چې د مجریه قوې د بیلابیلو برخو د منظمیدا او د وزارتونو د لوړرتبه چارواکو د دندې په ښه ډول د ترسره کولو سبب کیدلای شي د بیلابیلو ادارو او ارګانونو د خدماتو د بهیر د زیاتیدا په هکله د خلکو هیلې هم پسې پیاوړي کیږي .
په تیره بیا دا چې د بیارغونو په شرایطو کښې د سرپرستانو لخوا د افغانستان د وزارتونو اداره کول په دغه هیواد کښې د ضروري پروژو د لومړیتوب له پلوه په پراخ ډول د فرصت د له لاسه ورکولو سبب کیږي .
د افغانستان د کابینې د جوړیدا بل اهمیت په قطر کښې د بین الافغاني خبرو اترو له موضوع سره ارتباط لري چې له قانوني او قدرتمنې کابینې د دغه هیواد برخوریدل کولای شي له ډله ییزې پوهې د اغیزمنو خبرواترو د هوشمندانه کړچارو د غوره کولو ، د ملي کوټلتیا او د وحدت د رامینځته کولو له نظره په دغه سترې ملي پروژې باندې مثبت اغیزونه ولري .