د افغانستان ولسمشر باید نور وزیران معرفي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94600-د_افغانستان_ولسمشر_باید_نور_وزیران_معرفي_کړي
طلوع نیوز ټيلي ویژن راپور ورکړ د افغانستان ولسي جرګې په ولسمشر اشرف غني غږ وکړ زر د مرکزي بانک مشر او د دریو (۳) وزارتونو لپاره وړاندیزي وزیران معرفي کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 00:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر باید نور وزیران معرفي کړي

طلوع نیوز ټيلي ویژن راپور ورکړ د افغانستان ولسي جرګې په ولسمشر اشرف غني غږ وکړ زر د مرکزي بانک مشر او د دریو (۳) وزارتونو لپاره وړاندیزي وزیران معرفي کړي .

د افغانستان د کلیو د انکشاف او احیا کولو ،  معارفو او د اطلاعاتو او د کلتور وزیران او دغه راز د مرکزي بانک مشر بریالي نشول چې له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه کړي .

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم (۲) مرستیال عباس ابراهیم زاده وویل د هیواد اساسي قانون اجازه نه ورکوي چې وزارتونه دې سرپرستان ولري .

د افغانستان ولسي جرګې تراوسه  د ولسمشر اشرف غني د کابینې شلو (۲۰) غړیو ته د باورې رایې ورکړي دي او څلور (۴) وړاندیزي وزیران نه دي توانیدلي چې له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه کړي .

دغه راز د رایو د اچولو په وخت د جنجال د رامینځته کیدا په وجه د ښځو د چارو د وزارت لپاره د  معرفي شوي کاندیدې برخلیک  راتلونکو ورځو ته وځنډول شو .