دافغان پوځ دهراوود ولسوالۍ له طالبانوپاکه کړه
که څه هم په قطر کې د افغان حکومتي او طالبانو ډلې مرکچي ټیمونو له دوو ورځو مخکې راهسې د خبرواترو دایجنډا په سر سره موافقه کړې ، خو په جنګ ځپلي افغانستان کې حملې او وژلې هماغه راز دوام لري .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانتسان امنیتی ځواک او ملی اردو پرون ناوخته په ګډو عملیاتو کې ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ چې څه موده مخکې طالبانو نیولې وه ، بیرته آزاده کړې ده .
ددغه راپور په اساس،په دغو عملیاتو کې شل وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان او دهغوي زیاته وسله،مهمات ، چاودیدونکي توکي او یوشمیرګاډي په غنیمت نیول شوي ډي .
په دغه راپور کې د حکومتي ځواک د احتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوي .
که څه هم په قطر کې د افغان حکومتي او طالبانو ډلې مرکچي ټیمونو له دوو ورځو مخکې راهسې د خبرواترو دایجنډا په سر سره موافقه کړې،خو په جنګ ځپلي افغانستان کې حملې او وژلې هماغه راز دوام لري