طالبان په افغانستان کې دخپلې خوښې د دولت دجوړیدا ادعاکوي
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د اسلامی جمعیّت ګوند یو مشر یونس قانوني په همدارووستیو کې په قدرت کې د طالبانو له ۷۵فی صدي ونډې سره کلک مخالفت کړی او وئيلي ئې وو ،دغه ډله باید د افغانستان په راتلونکي نظام کې له څلویښت فی صدي ونډې د زیاتې تمه ونه لري
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان طالبانو ډلې په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د دوي د خوښې د اسلامی امارت دحکومت د جوړیدا مدعیان دي
طالبانو په دغې اعلامیې کې ادعا کړې ، چې د افغانستان اسلامی امارت کوم غورځنګ نه دی ،بلکې یو حکومت او حاکمیّت دی چې ددغه هیواد تر ټولو زیاتې سیمې په کنټرول کې لري .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د اسلامی جمعیّت ګوند یو مشر یونس قانوني په همدارووستیو کې په قدرت کې د طالبانو له ۷۵فی صدي ونډې سره کلک مخالفت کړی او وئيلي ئې وو ،دغه ډله باید د افغانستان په راتلونکي نظام کې له څلویښت فی صدي ونډې د زیاتې تمه ونه لري
له دې مخکې هم د افغانستان ولسمشر اشرف غني په اوسني نظام کې د طالبانو د یوځاي کیدا غوښتنه کړې وه او پر ملګروملتو ئې غږ کړی ؤ ددغې ډل ې د اسلامی امارت داحیاء مخه دې ونیول شي .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي دافغانستان د اسلامی وحدت ګوند مشر محمد محقق په یوه پیغام کې په قطر کې د سولې دخبرواترو دپرمختګ هرکلی کړی او پر طالبانو ډلې او کابل حکومت ئې غږ کړی ، زرترزره دې عمومي اوربند اعلان کړي .څو د افغانستان ولس سوله او آرامښت ومومي .