کورونا ویروس د افغانستان شپږ نور ښاریز مړه کړل
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا ناروغۍ له کبله شپږ (۶) نور کسان مړه شول .
د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرنو پراساس د دغو شپږو (۶) کسانو په مړ کیدا سره په دغه هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر یوزر او اته سوه اوه څلویښتو (۱۸۴۷) تنو ته ورزیات شوی دی .
دغه راز په افغانستان کښې په کورونا ویروس د یوسل دوه دیرشو (۱۳۲) نورو کسانو په ککړیدا سره په دغه هیواد کښې په دغه ویروس د مبتلا کسانو شمیر اوه څلویښت زره او درې سوه اته اتیا (۴۷۳۸۸) کسانو ته رسیدلی دی .
دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د کورونا ویروس د نوي څپې په پیلیدا سره د کابل حکومت د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره د نړۍ له هیوادونو څخه د مرستې د جلبولو هڅه کوي .