کورونا ویروس د افغانستان شپږ نور ښاریز مړه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94623-کورونا_ویروس_د_افغانستان_شپږ_نور_ښاریز_مړه_کړل
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا ناروغۍ له کبله شپږ (۶) نور کسان مړه شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د افغانستان شپږ نور ښاریز مړه کړل

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا ناروغۍ له کبله شپږ (۶) نور کسان مړه شول .

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرنو پراساس د دغو شپږو (۶) کسانو په مړ کیدا سره په دغه هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر یوزر او اته سوه اوه څلویښتو (۱۸۴۷) تنو ته ورزیات شوی دی .

دغه راز په افغانستان کښې په کورونا ویروس د یوسل دوه دیرشو (۱۳۲)  نورو کسانو په ککړیدا سره په دغه هیواد کښې په دغه ویروس د مبتلا کسانو شمیر اوه څلویښت زره او درې سوه اته اتیا (۴۷۳۸۸) کسانو ته رسیدلی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د کورونا ویروس د نوي څپې په پیلیدا سره د کابل حکومت د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره د نړۍ له هیوادونو څخه د مرستې د جلبولو هڅه کوي .