اوربند دسولې په خبروکې د افغان ولس لپاره ترټولوښه ټاکنه ده
د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې مرکچي پلاؤ له دوه نیمو میاشتو بحثونو وروسته په دا ورستیو کې د خبرواترو په ایجنډا سره پخلا شوي او په دې باب ئې بحثونه پیل کړي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړد افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي په خبري کنفرانس کې ووئيل ،د حکومت،ولس او نړیواله ټولنې له تیرو څو میاشتوراهسې تردې دمه له طالبانوډلې یوازې یوه غوښتنه ده چې دوي دې تاؤتریخوالی ختم او د اوبند وړاندیز ومني څو په دغه بهیر کې لازیات پرمختګونه ترلاسه شي .
د افغانستان د ولسمشر ویندوي یو ځل بیا دې ته په اشارې سره چې دسولې په بهیر کې پرمختګهاله ممکن کیږي ،چې طالبان د اور بند دټينګیدا غوښتنه ومني ،زیاته کړې،ددغې ډلې له خوا ددغه مهم منل،د طالبانو ډلې د له مینځه تلو په معنا نه ، بلکې د سولې په بهیر کې ددغې ډلې د پابندۍ په معنا دي .
د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې مرکچي پلاؤ له دوه نیمو میاشتو بحثونو وروسته په دا ورستیو کې د خبرواترو په ایجنډا سره پخلا شوي او په دې باب ئې بحثونه پیل کړي دي .