په ننګرهار کی سږ کال نولس ټنه مالټې تولید شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94697-په_ننګرهار_کی_سږ_کال_نولس_ټنه_مالټې_تولید_شوي
هغه کسان چې د مالټو حاصلات کې د پیسوپه بدل کی اخیستی شکایت کوی چې د مالټو حاصلات یی د وسلی په زور په وړیا ډول وړل کیږی دوی له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د امنیتی ځواکونه دی د حاصلاتو تر راټولولو پورې دوې سره د حاصلاتو په ساتنه کې مرسته وکړي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 08, 2020 09:26 Asia/Kabul

هغه کسان چې د مالټو حاصلات کې د پیسوپه بدل کی اخیستی شکایت کوی چې د مالټو حاصلات یی د وسلی په زور په وړیا ډول وړل کیږی دوی له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د امنیتی ځواکونه دی د حاصلاتو تر راټولولو پورې دوې سره د حاصلاتو په ساتنه کې مرسته وکړي

زمونږ خبریال  له ننګرهاره  راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا....خوږیاڼی وایی دننګرهار ولایت اړوند بټي کوټ ولسوالئ د ننګرهار کانال اړوند په ۶۰۱ هیکټره دمالټو باغونوکې سږ کال نولس ټنه مالټې تولید شویدي . نوموړي وویل ددې لپآره چې ددغه حاصلاتو څخه تر لاسه کیدونکی پیسو کې د بډو او فساد مخه ونیول شي،دمالټو ټول حاصلات دیوې شفافې اوازادې پروسې له لارې خصوصي سکتور ته په اجاره ورکول شوي او سلګونو کسانو ته پکی د کار کولو زمینه هم برابره شویده. د ننګرهار دوالي ویاند وویل دننګرهار دکانال په باغونو کې تولید شوی مالټي ګاونډیو ولایتونو او پلازمینی کابل ته هم لیږل کیږي او تر یو بریده یی دګاونډي هیواد  دمالټو د وارداتو مخه هم نیولې  ده. هغه وویل د ننګرهار کانال سږ کال پر ۴۳ هکتاره زمکه دمالټو نور باغونه هم جوړ کړی چې په راتلونکی کی به دمالټو د حاصلاتو کچه نوره هم لوړه شي.خو هغه کسان چې د مالټو حاصلات کې د پیسوپه بدل کی اخیستی شکایت کوی چې د مالټو حاصلات یی د وسلی په زور په وړیا ډول وړل کیږی دوی له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د امنیتی ځواکونه دی د حاصلاتو تر راټولولو پورې دوې سره د حاصلاتو په ساتنه کې مرسته وکړي دننګرهار دوالي ویاند هم یاده ستونزه مني او وایي چې امنیتی ځواکونه د خپلو امکاناتو په چوکات کې ددې ملي شتمنۍ ساتنه کوي  هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه چې ددې سرمایی په ساتلو کې له امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړي

Image Caption
Image Caption
Image Caption