په ننګرهار کی سږ کال نولس ټنه مالټې تولید شوي
هغه کسان چې د مالټو حاصلات کې د پیسوپه بدل کی اخیستی شکایت کوی چې د مالټو حاصلات یی د وسلی په زور په وړیا ډول وړل کیږی دوی له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د امنیتی ځواکونه دی د حاصلاتو تر راټولولو پورې دوې سره د حاصلاتو په ساتنه کې مرسته وکړي
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا....خوږیاڼی وایی دننګرهار ولایت اړوند بټي کوټ ولسوالئ د ننګرهار کانال اړوند په ۶۰۱ هیکټره دمالټو باغونوکې سږ کال نولس ټنه مالټې تولید شویدي . نوموړي وویل ددې لپآره چې ددغه حاصلاتو څخه تر لاسه کیدونکی پیسو کې د بډو او فساد مخه ونیول شي،دمالټو ټول حاصلات دیوې شفافې اوازادې پروسې له لارې خصوصي سکتور ته په اجاره ورکول شوي او سلګونو کسانو ته پکی د کار کولو زمینه هم برابره شویده. د ننګرهار دوالي ویاند وویل دننګرهار دکانال په باغونو کې تولید شوی مالټي ګاونډیو ولایتونو او پلازمینی کابل ته هم لیږل کیږي او تر یو بریده یی دګاونډي هیواد دمالټو د وارداتو مخه هم نیولې ده. هغه وویل د ننګرهار کانال سږ کال پر ۴۳ هکتاره زمکه دمالټو نور باغونه هم جوړ کړی چې په راتلونکی کی به دمالټو د حاصلاتو کچه نوره هم لوړه شي.خو هغه کسان چې د مالټو حاصلات کې د پیسوپه بدل کی اخیستی شکایت کوی چې د مالټو حاصلات یی د وسلی په زور په وړیا ډول وړل کیږی دوی له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د امنیتی ځواکونه دی د حاصلاتو تر راټولولو پورې دوې سره د حاصلاتو په ساتنه کې مرسته وکړي دننګرهار دوالي ویاند هم یاده ستونزه مني او وایي چې امنیتی ځواکونه د خپلو امکاناتو په چوکات کې ددې ملي شتمنۍ ساتنه کوي هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه چې ددې سرمایی په ساتلو کې له امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړي