په ننګرهار کې ماین کیښودونکی ترهه ګر ونیول شو
نیول شوي تن په ننګرهار پوهنتون،یو شمیر ښوونځیو او دغه راز د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کی د شویو بمی چاودونو او تروریستی پیښو مسولیت منلی دی . دوالی ویاند زیاته کړه چې نیول شوی تن د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه پلټنې او څيړنې روانې دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار دوالي ویاندعطاا... خوږیانی نن سهار وئيلي دي ، د افغانستان د ملی امنیت ادارې کارکوونکو په یو ځانګړي اقدام کې دجلال اباد ښار د اوومي ناحیی اړوند د ځنګل باغ په سیمه کې په جلال اباد ښارکې دوسله والو طالبانو له لورې د بمی چاودنو او ترهه ګرو بریدونو کوونکي ډلګۍ مشر همایون نیولی دی .
د والی ویاند وویل نیول شوي تن په ننګرهار پوهنتون،یو شمیر ښوونځیو او دغه راز د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کی د شویو بمی چاودونو او تروریستی پیښو مسولیت منلی دی . دوالی ویاند زیاته کړه چې نیول شوی تن د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه پلټنې او څيړنې روانې دي .