ولس جرګه د طالبانود۷زره بندیانو خوشي کول نه مني
په افغانستان کې د امریکا د سفارت دغه ډيپلوماټ لاسوهونکو څرګندونو په درست افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولی دي.
نسیم خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ولسی جرګې استازو پرون د حکومتي مرکچي ټيم استازو ته په ډا ګه وئيلي دي ،تر څو چې طالبانو عمومی اور بند ونه مني ،ددغې ډلې د اوو زرو بندیانو دخوشی کیدا پلان بې مورده دی .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولسی جرګې داستازو دغه سخت غبرګون په کابل کې د امریکا د سفارت دشارډز افیئر راس ویلسن له ګوت وهونکو څرګندونو وروسته شوی ، چې وئيلي ئې دي ، طالبانو ډله ، په قطر کې له امریکا سره د شوي موافقې په اساس تمه لري ،چې د د سمبر تر مینځیو پورې د دغې ډلې نور اوه زره بندیان خوشي شی .
په افغانستان کې د امریکا د سفارت دغه ډيپلوماټ لاسوهونکو څرګندونو په درست افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولی دي.دافغانستان حکومت له دې مخکې هم د امریکا په دباؤنو پسې او له بین الافغاني خبرواترو پیلیدا مخکې له بندونو څه دپاسه پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي دي چې اوس یو ځل بیا په درست هیواد کې له ا ور بند منلو پرته طالبان د خپلو نورو زرګونو بندیانو د خوشي کولو غوښتنې مطرح کوي .البته د افغانستان حکومت ټينګار کړی ،دسولې د ټینګیدا لپاره ئې خپلې ژمنې عملی کړي دي او اوس دطالبانوډلې وار دی، چې داوربند په اعلانولو سره دې دسولې په بهیر کې دې خپل ښه نیّت نندارې ته وړاندې کړي .