کابل ته دعمران خان سفرد تعاملاتو لپا ره ښه ګام دی
د پاکستان خارجه وزارت د کابل اسلام اباد ترمینځ د ورورګلویزو اړیکو پر ژورتیا لازیات تمرکز ، له طالبانو ډلې سره د بین الافغاني سولې خبرواترو دبهیر د وروستیو حالاتو ارزول او دسیمه ایزې همپالنې او اقتصادي پراختیا لپاره هڅه کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د شوي سفر موخې او چورلیزونه وو .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مینځنۍ آسیا د سیمه ایزو اقتصادي ملګرتیاؤ په نولسم ویبیانر کنفرانس کې خپل هیواد ته د پآکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر د ملګرتیاؤ او د سیمه ایزې همپالنې دلرلید دښه کیدا او لوړتیا لامل بللی دی .
د پآکستان د ا قتصادي چارو وزیر خسرو بختیار هم ددغه کنفرانس په دوام کې د سیمه ایز پيوستون اهمیّت ته په اشارې سره نه یوازې د سړکونو دچینل له لارې ،بلکې د ریل پټلۍ ، هوائي الوتونو، اوبندرونو له لارې هم په سیمې کې د تجارت او ټوریزم دپوټینشل نندارې ته وړاندې کول ډير مهم وبلل او وې وئيل د پاکستان اوسنی حکومت د پانګونې دزیاتولو لپاره دخصوصي برخې په ډګر کې شتون نوره هم آسانوي .