ماشومان په افغانستان کښې د جنګ اصلي قربانیان دي
د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن وویل د روان میلادي کال په وړومبۍ نیمايي کښې لږترلږه ۲۲۵ افغان ماشومان د جنګ او تاوتریخوالي په وجه مړه شوي او ۴۰۵ نور ماشومان ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن وویل د روان میلادي کال په وړومبۍ نیمايي کښې لږترلږه ۲۲۵ افغان ماشومان د جنګ او تاوتریخوالي په وجه مړه شوي او ۴۰۵ نور ماشومان ژوبل شوي دي.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې ذبیح ا... فرهنګ نن وویل: په هستوګنو سیمو کښې د تاوتریخوالي زیاتیدل د افغان ماشومانو د مړینې مهمه وجه ده.
هغه څرګنده کړه، احتمال شته چې د قربانیانو شمیر له ثبت شویو احصائیو ډیر زیات وي.
د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن له دې مخکښې هم له طالبانو غوښتې وو چې د جنګ په لیکو کښې د ماشومانو کارول بند کړي.
له بلې خوا له ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې ټولنیزه وضعه خرابه بللې او ویې لیکل چې دغه هیواد د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناک هیواد دی.