ناروې له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي
(last modified Fri, 11 Dec 2020 07:56:30 GMT )
Dec 11, 2020 12:26 Asia/Kabul
  • ناروې له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي

د ناروې حکومت وايي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان خپل ځواکونه باسي، خو دغه هیواد به د ناټو د یوه غړي په توګه خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي.

د ناروې نیوز انګلیش ویبپاڼې ددغه هیواد د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، چې ناروې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکوي خو اړتیاوو ته په پام کېدای شي چې د خپل ماموریت او ونډې په څرنګوالي کې بدلون راولي.

د ناروې د دفاع وزارت دغه راز ویلي چې له ناټو سره یې په دې اړه خبرې روانې دي چې د ټرمپ له اعلانه وروسته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه څه پرېکړه وشي.

د ناروې دفاع وزارت ویلي، حتی که له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرې ښې پرمخ لاړې شي او بریالۍ هم شي بیا هم افغانستان د تروریستي ډلو له خطره خوندي نه دی.

دغه وزارت ویلي، تر څو چې په افغانستان کې جګړه روانه وي د تروریزم خطره له مینځه نه ځي.

ناروې اوسمهال په افغانستان کې ۱۰۰ پوځیان لري.