افغان خبریال فردین امیني ځان وژنه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94757-افغان_خبریال_فردین_امیني_ځان_وژنه_کړې_ده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اریانا نیوز تلویزیوني شبکې یو کارمند فردین امیني پرون له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې په کابل کې ځان وژنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2020 01:11 Asia/Kabul
  • فردین امینی
    فردین امینی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اریانا نیوز تلویزیوني شبکې یو کارمند فردین امیني پرون له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې په کابل کې ځان وژنه کړې ده.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، لومړني معلومات ښيي چې فردین امیني په کابل کې د منشي میر غلام ښارګوټي ته چې په اولسمه ناحیه کې موقعیت لري تللی او هلته یې د یوې ټلیفوني اړیکې وروسته د غره په یوه تېره تېږه خپله غاړه پرې کړې او مړ شوی دی.

هغه زیاتوي، که څه هم د یاد ښارګوټي ساتونکو د فردین امیني د ژغورنې هڅه کړې، خو په وینا یې بریالي شوي نه دي.

د فردین امیني جسد د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دغې پیښې لامل او انګیزه نه ده روښانه شوې، خو طارق آرین وایي په دې اړه د پولیسو د کشفي ډلې څیړنې پيل شوې دي.

امیني چې په اریانا نیوز ټلویزیون کې یې د خبریال په حیث دنده تر سره کوله، ځینو همکارانو یې رسنیو ته ویلي چې هغه په مرموز ډول وژل شوی دی.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې فردین امیني د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره پنجشنبه په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون یوه کارمنده ملاله میوند د وسله والو په برید کې ووژل شوه او له هغې مخکې هم په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی کارمند یما سیاوش او په هلمند کې د ازدي راډېو خبریال الیاس داعي په ماین چاودنو کې وژل شوي و.

افغانستان نن سبا د خبریالانو لپاره په ډیرو خطرناکو او خونړیو هیوادونو کښې راځي.