طالبانو ته د افغانستان د حکومت وړاندیز
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94824-طالبانو_ته_د_افغانستان_د_حکومت_وړاندیز
خبري سرچینو له طالبانو سره د صلحې د مذاکراتو د ایجنډا د ټاکلو لپاره د افغانستان د حکومت د ۸ ماده ایز وړاندیزي لیسټ جزئیات ایشوا کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2020 04:21 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د افغانستان د حکومت وړاندیز

خبري سرچینو له طالبانو سره د صلحې د مذاکراتو د ایجنډا د ټاکلو لپاره د افغانستان د حکومت د ۸ ماده ایز وړاندیزي لیسټ جزئیات ایشوا کړل

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کښې یوې سرچینې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت مرکچي ټیم په اتو مادو یا شرطونو مشتمل لیسټ د خبرواترو د ایجنډا په توګه طالب لوري ته سپارلې دی.

دغې سرچینې وویل چې به یادو مواردو کښې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې د اوربند ټینګښت، د مشارکتي حکومت جوړیدل، د اساسي قانون تعدیل، د کلو غیرنظامي کول، د ښځو د حقوقو او د بنیادي لاسته راوړنو ساتنه، د جنګ قربانیانو ته پاملرنه او ورته بشري مرستې رسول او د ښوونې او روزنې فعالیدل شامل دي.

یادې سرچینې زیاته کړې چې په مذاکراتو کښې د طالب ډلې وړومبیتوب هم د مشارکتي حکومت د جوړولو موضوع ده.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلې خو دغې سرچینې ویلي دي چې یادې ډلې ټینګار کړی د بحث وړومبنې موضوع باید د سیاسي مشارکت یا د مصلحتي حکومت د جوړولو په هکله وي او پس له هې باید د اوربند او نورو مواردو په هکله بحث وشي.