۹۷۸ لرغوني شان د افغانستان ملي میوزیم ته وسپارل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94825-۹۷۸_لرغوني_شان_د_افغانستان_ملي_میوزیم_ته_وسپارل_شول
د افغانستان د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر کسټمز ۹۷۸ لرغوني شیان ملي میوزیم ته وسپارل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • ۹۷۸ لرغوني شان د افغانستان ملي میوزیم ته وسپارل شول

د افغانستان د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر کسټمز ۹۷۸ لرغوني شیان ملي میوزیم ته وسپارل

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک یا کسټمز کارکونکو دغه شیان او عقیتې د مسافرانو د سامان د تلاشۍ په وخت موندلي او نیولي وو.

د افغانستان د ملي میوزیم د معلوماتو له مخې په تیرو دوو لسیزو کښې هغه څه باندې پنځلس زره تاریخي شیان چې آسیايي، اروپايي او امریکايي هیوادونو ته قاچاق شوي وو، هیواد ته راستانه کړې شوي دي.

اوس هم د افغانستان زرګونه تاریخي شیان د جاپان، انګلستان، جرمني ا امریکې په لرغونکوټونو کښې پراته دي چې ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کښې هیواد ته راوړل شي.