افغان پارلېمان د انتخاباتو د قانون د بدلولو لائحه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94860-افغان_پارلېمان_د_انتخاباتو_د_قانون_د_بدلولو_لائحه_رد_کړه
د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو په قانون کښې د بدلون راوستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر اشرف غني لائجه رد کړه او هغه يې د اساسي قانون په خلاف وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2020 04:00 Asia/Kabul
  • افغان پارلېمان د انتخاباتو د قانون د بدلولو لائحه رد کړه

د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو په قانون کښې د بدلون راوستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر اشرف غني لائجه رد کړه او هغه يې د اساسي قانون په خلاف وبلله.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وويل، دغه طرحه په اکثريت رايو سره د جرګې له اېجنډې بهر شوه.

هغه زياته کړه، په هېواد کښې د انتخاباتو د قانون د بدلولو د فرمان صادرېدل د ولسي جرګې صلاحيتونه محدودوي.

د افغان ولسمشر د تقنيني فرمان يو مخالف ستار حسيني په دې وويل، مونږ په افغانستان کښې مقتدره سياسي ګوند نه لروو، هېواد د بحران په حالت کښې دے نو ځکه مو دغه فرمان د عدليې وزارت ته وړاندې کړ.

د پارلېمان له اېجنډې څخه د اشرف غني د فرمان د څېړنې د حذفولو يوه وجه د افغانستان د انتخاباتو له حزبي کېدو سره مخالفت  دے.