افغان پارلېمان د انتخاباتو د قانون د بدلولو لائحه رد کړه
د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو په قانون کښې د بدلون راوستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر اشرف غني لائجه رد کړه او هغه يې د اساسي قانون په خلاف وبلله.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وويل، دغه طرحه په اکثريت رايو سره د جرګې له اېجنډې بهر شوه.
هغه زياته کړه، په هېواد کښې د انتخاباتو د قانون د بدلولو د فرمان صادرېدل د ولسي جرګې صلاحيتونه محدودوي.
د افغان ولسمشر د تقنيني فرمان يو مخالف ستار حسيني په دې وويل، مونږ په افغانستان کښې مقتدره سياسي ګوند نه لروو، هېواد د بحران په حالت کښې دے نو ځکه مو دغه فرمان د عدليې وزارت ته وړاندې کړ.
د پارلېمان له اېجنډې څخه د اشرف غني د فرمان د څېړنې د حذفولو يوه وجه د افغانستان د انتخاباتو له حزبي کېدو سره مخالفت دے.