ولسمشر غني او مارک میلي د تاوتريخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94870-ولسمشر_غني_او_مارک_میلي_د_تاوتريخوالي_پر_ډېرېدو_اندېښنه_ښودلې
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د امریکا له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره ليدلي او دواړو په افغانستان کې د تاوترخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • ولسمشر غني او مارک میلي د تاوتريخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د امریکا له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره ليدلي او دواړو په افغانستان کې د تاوترخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه لیدنه کې چې پرون ناوخته په ارګ کې وشوه، د امریکا پر شارژدافېر راس وېلسن او د غوڅ ملاتړ ځواکونو پر عمومي قوماندان سکاټ مېلر سربېره، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیاء او د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي هم ګډون درلود.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه ويل شوي، یاده ناسته کې د سولې پروسې، د تاوتریخوالي کموالو پر عاجلې اړتیا او د اوربند پر ټينګښت بحث او خبرې شوي دي. خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد دوامداره ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېر ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم د ټیلیفوني خبرو له لارې په افغانستان کې په بيړنۍ توګه د روان تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړي دي.