طالبانو او یونیسف د ښوونځیو د پرانیستلو موافقه وکړه
ایران پریس خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ( United Nations Children's Fund) او طالبانو په افغانستان کښې د سلګونو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په هکله موافقه وکړه .
هغې زیاته کړه په قطر کښې د افغانستان د طالبانو سیاسي پلاوي د ملګروملتونو د ماشومانو له صندوق یونیسیف څخه غوښتي دي د دغو ښوونځیو د بیا رغونې او د بیرته پرانیستلو لپاره هڅه وکړي .
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن ډیبورا لاینز هم ویلي دي چې د روان میلادي کال په دریو (۳) میاشتو کښې په جنګونو کښې د ماشومانو وژله پینځویشت (۲۵) فیصده زیاته شوي ده او په ښوونځیو حملې څلور(۴) برابره زیاتې شوي دي .
طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کښې ماشومانو ته خپل دیني او عقیدتي تفسیرونه ورزده کوي .
د افغانستان کابو شپیته (۶۰) فیصده بیلابیلې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او دغه ډله له حکومتي عسکرو سره د جنګ لپاره له زده کونکو استفاده کوي .