اشرف غنی سره د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر مېلر لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94974-اشرف_غنی_سره_د_امریکا_د_دفاع_سرپرست_وزیر_کرسټوفر_مېلر_لیدنه
د افغانستان د جمهوری ریاست ماڼۍ (ارګ) اعلان وکړ چي اشرف غنی د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر سره لیدلي او د افغان سولې بهیراو روان تاوتریخوالي په اړه یې خبرې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2020 10:11 Asia/Kabul
  • اشرف غنی سره د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر مېلر لیدنه

د افغانستان د جمهوری ریاست ماڼۍ (ارګ) اعلان وکړ چي اشرف غنی د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر سره لیدلي او د افغان سولې بهیراو روان تاوتریخوالي په اړه یې خبرې کړي دي.

د افغانستان د ولسمشریزي ماڼۍ په اعلامیه کې راغلې چې مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه.

دا په روانه اونۍ کې د امریکا دویم جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي او د افغان ولسمشر سره ګوري.

د دوشنبې پر ورځ د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مېکنزي هم د اشرف غني سره کتلي وو.

دواړه امریکایي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې دونالد ټرامپ د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته د راکمولو اعلان کړی دی.‌

امریکایي چارواکي داسې مهال افغانستان ته سفر کړي چې په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او هره ورځ د بریدونو او چاودنو رپوټونه ترلاسه کېږي.