د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94993-د_افغانستان_حکومت_له_طالبانو_سره_خبرو_ته_تیار_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت د سولې مرکچي ټیم له طالبانو سره د خبرو اترو د دوهم (۲) پړاو لپاره چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2020 08:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت د سولې مرکچي ټیم له طالبانو سره د خبرو اترو د دوهم (۲) پړاو لپاره چمتو دی .

د سولې په چارو کښې د افغانستان د حکومت د وزارت ویاندې «ناجیه انوري» وویل د سولې خبرې پیچلی او سخت بهیر دی خو د خبرو په بهیر کښې د افغانستان د ټولو خلکو ګډون ضروري دی او په هیواد کښې جنګ باید زر تر زره پاې ته ورسیږي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هیواد په داخل کښې د سولې د خبرواترو د دوهم (۲) پړاو په ترسره کیدا ټینګار لري خو ځینې کارپيژاندي ادعا کوي دغه وړاندیز عملي کیدونکی نه دی او هغه د سولې د بهیر د خرابولو لپاره د اشرف غني هڅه ګڼي .

راپورونه وايي چې د افغانستان د سولې د مرکچي ټیم غړي د عبدالله عبدالله او د اشرف غني په دوو(۲) ملاتړو ډلو ویشل شوي دي او د اشرف غني ملاتړي هڅه کوي چې د افغانستان داخل ته له قطر څخه د خبرو اترو د ځای تر انتقالیدا پورې د مذاکراتو دوهم (۲) پړاو پیل نشي خو د عبدالله عبدالله ملاتړي بیا ټینګار لري چې د خبرو اترو په ترسره کولو کښې باید کوم خنډ رامینځته نشي .

له دې مخکې د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم غړي «حفیظ منصور» ویلي وو دغه ټیم د ملي روغې جوړې له لوړې شورا څخه حکم ترلاسه کوي او ولسمشر اشرف غني یوازې مشوره ورکولای شي .

طالبانو هم مخکې ویلي وو چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو دوهم (۲) پړاو د جنورۍ په شپاړسمه (۱۶)نیټه پیلیږي خو له قطر څخه قندهار ولایت ته د خبرو اترو د ترسره کیدا دځای له انتقالیدا سره یې مخالفت کړی و.

په قطر د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بهیر د دریو(۳) میاشتو له پیلیدا سره سره نه یوازې دغو خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړي بلکې په هیواد کښې ورځ تر بلې ناامنۍ ، بې ثباتۍ او خونړۍ حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي .

د سیمې د سیاسي چارو کارپیژاندي باوري دي چې له طالبانو سره د امریکا د پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو کتنې د دغو خبرو اترو په دریدا او د هغو نتیجې ته په نه رسیدا کښې مهم رول لري .