د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پلان جوړ شوی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد د بېلا بېلو سیمو د نیولو په برخه کې له ماتې وروسته اوس هدفي وژنې پیل کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد د بېلا بېلو سیمو د نیولو په برخه کې له ماتې وروسته اوس هدفي وژنې پیل کړي دي.
مسؤلان وايي، د دې کار لپاره یې ځیني پلانونه په لاره اچولي چې په پلي کولو سره به یې د هدفي وژنو مخه ونیول شي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو بریدونه له مقاومت سره مخامخ دي.
د ښاغلي اندرابي په خبره، طالبانو په کندهار، هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې ماتې خوړلې او کوم پلان چې یادې ډلې د ۲۰۲۰ کال لپاره جوړ کړی و ناکام شوی دی.
دده په وینا، یاده ډله نه ده توانېدلې چې د قطر په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیمې ونیسي.
خو د کورینو چارو وزیر وویل، پولیسو او ملي امنیت د هدفي وژنو لپاره تدابیر نیولي، خو په دې اړه یې تر دې ډېر جزیات ور نه کړل.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې د ډېرو پېښو مسؤلیت یې تر اوسه کوم چا یا ډلې نه منلی.