یوه افغان ماشومه د انسان تښتونکو له منګولو راخلاصه شوه
Dec 25, 2020 04:17 Asia/Kabul
د افغانستان د امنیتي ځواکونو په حمله کښې یوه ماشومه له برمته ګرو څخه راخوشې کړې شوه
د افغانستان د امنیتي ځواکونو په حمله کښې یوه ماشومه له برمته ګرو څخه راخوشې کړې شوه
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو پرون په خوست ولایت کښې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د کسانو د نیولو په ترڅ کښې د ولي محمد لور بلقیس هم د هغوي له لاسه راخلاصه کړه او کورنۍ ته یې وسپارله.
بلقیس ۴۰ ورځې مخکښې په خوست ولایت کښې د سړي تښتونکو لخوا تښتول شوې وه او د خوشې کولو لپاره یې د پنځو لاکو افغانیو غوښتنه کړې وه چې بلآخره ونیوې شول.
د کابل او هرات په شمول د افغانستان په ډیرو ښارونو کښې د ناامنۍ د پیښو له زیاتیدو وروسته د پولیسو ځینو قومندانانو خپلو ځواکونو ته، په مجرمانو او ترهګرو باندې د ډزو اجازه ورکړې ده.
ټیګونه