د ځای پر سر ناندرۍ دې مذاکرات نه ځنډوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95028-د_ځای_پر_سر_ناندرۍ_دې_مذاکرات_نه_ځنډوي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن د دغه شورا په دویمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 08:30 Asia/Kabul
  •  د ځای پر سر ناندرۍ دې مذاکرات نه ځنډوي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن د دغه شورا په دویمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي.

دده په وینا ټول افغانان د سولې تږي دي او ددې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پيل شي او خبرې دې د جګړو د ختمېدو سبب شي.

هغه زیاته کړه چې د ملي مصالحې عالي شورا پر اوږو یو دروند مسوولیت دی او هغه هم دا چې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.

عبدالله عبدالله په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت پلاوی هم پیاوړی وباله او ددوی د هڅو ستاینه وکړه. دده په خبره پلاوي په پوره وړتیا له ملي ګټو دفاع کړې ده او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یې له پرېکړو ملاتړ کوي.