په فراه ولایت کې د پولیسو په مرکز د طالبانو برید
Dec 28, 2020 08:35 Asia/Kabul
د افغانستان په فراه ولایت کې د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته طالبانو له چاودونکې موادو ډک موټر چاودنه وکړه.
د طلوع نیوز د راپور پر اساس، د فراه ولایت والي وایي: د دې چاودنې له امله چې پرون شپې د اناردرې ښار د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته رامینځته شوې یو عسکر مړ او یو شمیر نور ټپیان شوې دي.
تاج محمد جاهد زیاته کړه: له چاودنې وروستو، طالبانو د اناردرې ښار یوه برخه د خپلو بریدونو هدف وګرځولو.
ټیګونه