ولسي جرګه د افغانستان امنیتي چارواکي وروغواړي
د افغانستان ولسي جرګې په هیواد کښې د ناامنۍ او ترهګرو بریدونو د زیاتیدو په وجه امنیتي مسئولین پارلیمان ته وروغوښتي دي.
د افغانستان ولسي جرګې په هیواد کښې د ناامنۍ او ترهګرو بریدونو د زیاتیدو په وجه امنیتي مسئولین پارلیمان ته وروغوښتي دي.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د لسي جرګې مشر په پرونۍ عمومي غونډه کښې وویل چې د ناامنیو او هدفمنو وژلو د زیاتیدو له امله به ټول امنیتی چارواکي د دغه قانون جوړونکي ارګان په راتلونکو غونډو کښې احضار کړې شي.
میر رحمان رحماني زیاته کړه چې دا کار په افغانستان کښې د حملو، چاودنو او هدفمنو وژلو په زیاتیدو باندې د ولسي جرګې د استازو د سختو نیوکو په وجه ترسره شوی دی.
د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کښې وویل چې هغوي د امنیت په تامینولو کښې د ناکامۍ په وجه امنیتي چارواکو په تیره بیا د کورنیو چارو وزیر ته د باور راې په ورکولو پښیمانه دي او نیت لري چې هغه استیضاح کړي.