له ایران سره ملګرتیا د افغانستان د هڅو یوه برخه ده
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان خارجه وزارت په یوې(۱) خبر پاڼه کښې ټینګار وکړ له ایران سره ملګرتیا د سولې د بهیر په هکله د سیمه ییزې اجماع د رامینځته کولو او دهغې د پیاوړتیا لپاره د کابل د هڅو یوه(۱) برخه ده .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د ایران د دوست او د ورور هیواد په شمول د سیمې له هیوادونو سره ملګرتیا د سولې د بهیر په باره کښې د سیمه ییزې اجماع د رامینځته کولو او د هغې د پیاوړي کولو لپاره د کابل د هڅو برخه ده .
د افغانستان خارجه وزارت په خپل هیواد کښې د ایران او د امریکا د ټکر په هکله ځینو راپورونو ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه د کابل بهرنی سیاست د دوه اړخیزه او څو اړخیزه پیوستون او د اقتصادي ملګرتیاو ، سولې او د امنیت په چورلیز ولاړ دی پر دې اساس له یوه هیواد سره ملګرتیا به هیڅکله له نورو هیوادونو سره د نه ملګرتیا کولو یا د ټکر په معنا نه وي .
د افغانستان د خارجه وزارت دغه څرګندونې وروسته له دي چې «هشت صبح» ورځپاڼې په یوه (۱) مطلب کښې ولیکل د کابل حکومت نیت لري د سولې خبرې د امریکا او د پاکستان له صلاحیت څخه وباسي او له سیمه ییزه هم تړونه هیوادونو سره یې نتیجې ته ورسوي .
د سولې دغه پلان د افغانستان د باندنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته ورکړل شوی دی .