افغانستان د خبریالانو لپاره د پنځو مرګونو هیوادونو په ډله کې راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95095-افغانستان_د_خبریالانو_لپاره_د_پنځو_مرګونو_هیوادونو_په_ډله_کې_راغلی
یوه افغاني رسنۍ وایي: د بې پولې خبریالانو د سازمان په کلني ګزارش کې، د مکسیکو، عراق، افغانستان، هند او پاکستان هیوادونه د خبریالانو لپاره په پرله پسې توګه پنځه مرګوني هیوادونه پيژندل شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 02:10 Asia/Kabul
  • افغانستان د خبریالانو لپاره د پنځو مرګونو هیوادونو په ډله کې راغلی

یوه افغاني رسنۍ وایي: د بې پولې خبریالانو د سازمان په کلني ګزارش کې، د مکسیکو، عراق، افغانستان، هند او پاکستان هیوادونه د خبریالانو لپاره په پرله پسې توګه پنځه مرګوني هیوادونه پيژندل شوي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د کلني ګزارش په دویمه برخه کې چې نن (درې نۍ، مرغومې نهمه)، خپور شو، په هغه کې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو لپاره یو له پنځو مرګونو هیوادونو پيژندل شوی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي چې ډیرۍ دا خبریالان د سولې په لور هیوادونو کې وژل شوي.