قطر کې د افغانستان سفیر ومړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95096-قطر_کې_د_افغانستان_سفیر_ومړ
له افغانستان غږ خبري آژانس (آوا) څخه په نقل، په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 02:17 Asia/Kabul
  • قطر کې د افغانستان سفیر ومړ

له افغانستان غږ خبري آژانس (آوا) څخه په نقل، په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړ شوی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم نن (سه شنبه، ۹ مرغومې) پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
ښاغلي خوځون هغه د افغانستان او په ځانګړي ډول د سولې پروسې لپاره یوه ضایع بللې ده.
نوموړي لیکلي: «له شک پرته د مرحوم مړینه د افغانستان په ځانګړي ډول د سولې پروسې لپاره لویه ضایع ده. سفیر دلیلي د سولې خبرو مخته وړلو او د دې خبرو زمینې برابرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.»
عبدالحکیم دلیلي له ۱۳۹۷ل کال راهیسې په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر په توګه کار کوو.