ننګرهار کښې د داعش ډلی مالي مسئول ونیول شو
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایی تیره شپه د ملي امنیت ا دارې ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیی اړوند اکمالاتی بیز سیمه کی عملیات ترسره کړي چې پکې د ده پر وینا د داعش ډلې مسئول له خپلو درې ملګرو سره یو ځای نیول شوی دی.

دوالی ویاند وویل نیول شوی تن پر دواړو سترګو ړوند دی او په تیر کی یی د دداعش ډلی لپاره تبلیغات کول او له دې لارې به ېې ځوانان د ډاعش لیکو ته جذبول هغه د نیول شوي تن او دهغه د نیول شویو ملګرو د هویت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یی کړه چې دنورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي. په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې دداعش ډلې مهم غړي نیول شوي دي.