په دوحه کې د افغان سفیر مړى کابل ته راولېږدول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95148-په_دوحه_کې_د_افغان_سفیر_مړى_کابل_ته_راولېږدول_شو
په قطر کې د افغانستان سفیر جسد چي د زړه د حملې له امله مړ شوی و نن کابل ته ولېږدول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2021 12:42 Asia/Kabul
  • په دوحه کې د افغان سفیر مړى کابل ته راولېږدول شو

په قطر کې د افغانستان سفیر جسد چي د زړه د حملې له امله مړ شوی و نن کابل ته ولېږدول شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جسد نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو.

د دغه راپور سره سم، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و.

دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله په دوحه کې مړ شو.