بین الافغاني خبرې اترې نن قطر کښې پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95214-بین_الافغاني_خبرې_اترې_نن_قطر_کښې_پیلیږي
زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د سولې په هکله بین الافغاني خبرې اترې له یوه(۱) ځنډ وروسته نن بیرته پیلیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 07:18 Asia/Kabul
  • بین الافغاني خبرې اترې نن قطر کښې پیلیږي

زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د سولې په هکله بین الافغاني خبرې اترې له یوه(۱) ځنډ وروسته نن بیرته پیلیږي .

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې تراوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړي  د تیر میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دولسمه (۱۲)نیټه پیل شوي وې خو څه موده ځنډیدلي او نن بیرته دغه خبرې شروع کیږي .

په نن ورځې خبرو کښې به د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا او د تاوتریخوالي د کمولو په هکله بحثونه وشي .

دا د امریکا د ولسمشر ټرمپ چې څو ورځې وروسته له قدرت څخه څنګ ته کیږي د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بیولو اخري کوشش دی .

د افغانستان او د طالبانو ترمنځ نن د قطر د سولې په خبرو کښې د کابل د حکومت لخوا په هیواد کښې په دايمي ډول د جنګ د بندیدا او د راتلونکي حکومت په اړه د بحثونو امکان شته .

د افغانستان د حکومت د مرکچي ډلې غړي غلام فاروق مجروح وویل د کابل حکومت به په دایمي اووربند او د موجوده حکومت په ساتلو ټینګار وکړي .