د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ډلو په دوحه کښې غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95246-د_افغان_حکومت_او_طالبانو_مرکچي_ډلو_په_دوحه_کښې_غونډه_وکړه
د افغانستان د صلحې بل پړاو خبرې په مقدماتي ډول په یوه ورځ ځنډ تیر ماښام پیل شوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2021 01:37 Asia/Kabul
  • د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ډلو په دوحه کښې غونډه وکړه

د افغانستان د صلحې بل پړاو خبرې په مقدماتي ډول په یوه ورځ ځنډ تیر ماښام پیل شوې

تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان حکومت او طالبان وايي چې د بیګانۍ غونډه مقدماتي وه او په لړ کې یې پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو له لوري ټاکل شوي ټیمونه دې د اجنډا پر موضوعاتو د شنبې له ورځې بحثونه پیل کړي.

له دې وړاندې پرون د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي وویل چې د طالبانو د مرکچي پلاوي ټول غړي دوحې ته نه دي رارسېدلي او له همدې کبله خبرې نه دي پیل شوې.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه بل غړي بیا وویل چې د دولت د مرکچي پلاوي ټول غړي هم دوحې ته نه دي رسېدلي.

ښايي همدا وجه وي چې د رسمي خبرو پیل یې د شنبې ورځې ته ځنډولي دي.

دواړو خواوو په لومړي پړاو کې، چې د سپټمبر په ۱۲ یې پیل کړی و، یوازې د رسمي خبرو پر اجنډا موافقه وکړای شوه.

د اجندا پر سر له موافقې وروسته د دواړو خواوو د پرېکړې پر اساس په خبرو کې وقفه راوړل شوه.