د افغانستان دولت مذاکراتي پلاوی خپل منځي مجلسونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95367-د_افغانستان_دولت_مذاکراتي_پلاوی_خپل_منځي_مجلسونه_کوي
د افغانستان د مصالحې عالي شورا خبر ورکوي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د افغان دولت مرکچي پلاوي له طالب مرکچیانو سره مجلسونه نه دي کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2021 12:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان دولت مذاکراتي پلاوی خپل منځي مجلسونه کوي

د افغانستان د مصالحې عالي شورا خبر ورکوي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د افغان دولت مرکچي پلاوي له طالب مرکچیانو سره مجلسونه نه دي کړي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې په دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي ترمنځ خپل منځي مجلسونه روان دي او مقابل لوری هم خپل منځي ناستې لري.

د نوموړي په خبره مذاکراتي پلاوی د سولې خبرو هغې اجنډا پر یووالي او سمون کار کوي چې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بین الافغاني خبرو د دوهم پړاو مقدماتي ناسته وشوه او تر هغې وروسته بیا دوه ځلې د تماس ډلو ترمنځ ناستې شوې دي چې دواړو ګروپونو د اجنډا پر یووالي او ترتیپ بحثونه کړي دي.

د دواړو پلاوو غړو ویلي و چې د ګروپونو ترمنځ به ناستې دوام لري ترڅو یوه واحده اجنډا رامنځته کړي، خو اوس دا خبرې درېدلې دي.