مونږ د افغانستان د سولې خبرې نه دي درولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95377-مونږ_د_افغانستان_د_سولې_خبرې_نه_دي_درولي
که د افغانستان د سولې مرکچي لوري ، د اساسی قانو او جمهوریت د ساتنې اهتمام وکړي ، نو هیله کیدلی شي ، چې په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې د جنګ د ختمیدا لپاره پیل او په عین حال کې له دغه هیواده د نیواکګرو د ویستلو لپاره یوه سریزه کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2021 09:21 Asia/Kabul
  • مونږ د افغانستان د سولې خبرې نه دي درولي

که د افغانستان د سولې مرکچي لوري ، د اساسی قانو او جمهوریت د ساتنې اهتمام وکړي ، نو هیله کیدلی شي ، چې په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې د جنګ د ختمیدا لپاره پیل او په عین حال کې له دغه هیواده د نیواکګرو د ویستلو لپاره یوه سریزه کیدلی شي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  په قطر کې  د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردګ  وئيلي دي ، په دې باب خپره شوي  خبرونه چې  د افغانستان د  سلوې د خبرواترو دوهم بهیر دریدلی دی ،  دروغ دي .

 محمد نعیم مدعی شوی ،  په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرواترو بهیر  او د دواړو لورو ترمینځ تماسونه هماغه راز دوام لري .

 داپه داسې حال کې د ي چې ، د افغانستان د ملی مصالحې  دعالی شورا ویندوي فریدون خوزون پرون  په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو د دریدا خبر ورکړی  او وئيلي ئې وو ،  دسولې د خبرواترو دوهم بهیر چې  له شنبې راهسې پيل شوی ، تر دې دمه  د طالبانو ډلې پلاوي  دوحې ته سفر نه دی کړی. د افغانستان د سولې  خبرې اترې  چې  کابو له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوي ، تر دې دمه ئې د بې ګناه خلکو  له وژلو ،ټارګټ کلینګ،  حملو او چاودنو پرته بله هیڅ نتیجه نه  ده د رلودلې .