مونږ د افغانستان د سولې خبرې نه دي درولي
که د افغانستان د سولې مرکچي لوري ، د اساسی قانو او جمهوریت د ساتنې اهتمام وکړي ، نو هیله کیدلی شي ، چې په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې د جنګ د ختمیدا لپاره پیل او په عین حال کې له دغه هیواده د نیواکګرو د ویستلو لپاره یوه سریزه کیدلی شي .
زمونږ خبریال راپور راکړ په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردګ وئيلي دي ، په دې باب خپره شوي خبرونه چې د افغانستان د سلوې د خبرواترو دوهم بهیر دریدلی دی ، دروغ دي .
محمد نعیم مدعی شوی ، په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرواترو بهیر او د دواړو لورو ترمینځ تماسونه هماغه راز دوام لري .
داپه داسې حال کې د ي چې ، د افغانستان د ملی مصالحې دعالی شورا ویندوي فریدون خوزون پرون په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو د دریدا خبر ورکړی او وئيلي ئې وو ، دسولې د خبرواترو دوهم بهیر چې له شنبې راهسې پيل شوی ، تر دې دمه د طالبانو ډلې پلاوي دوحې ته سفر نه دی کړی. د افغانستان د سولې خبرې اترې چې کابو له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوي ، تر دې دمه ئې د بې ګناه خلکو له وژلو ،ټارګټ کلینګ، حملو او چاودنو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده د رلودلې .