د غزنی ولایتی شورا یو مسئول ۲۲پوځیان او۱۱طالبان ووژل شول
په قطر کې د طالبانو او افغان حکومتي پلاؤ ترمینځ له څو میاشتنیو خبرواترو وروسته بیا هم په افغانستان کې د وینې بهیدا او جنګ جګړو زور کم شوی نه دی .
زمونږ خبریال د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ دافغانستان دغزني ولایت ویندوي وحید ا... جمعه زاده نن سهار وختي په یولر څرګندونو کې وئیلي دي ،نیمه شپه دوه نیمې بجې دغزني ښارپه نانئ سیمې کې له چاودیدونکو توکو ډک ګاډي کې چاودنه شوې ،دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې له امله یو تن مړ او اوه پوځيان ټپیان شوي دي .
بل خبر دا چې د افغانستان د کندوز ولایتی شورا یو مسئول مقام هم وئیلي دي ، طالبانو بیګا په امام صیب ولسوالۍ کې پر حکومتي پستو بریدونه کړي چې له امله ئې دولس افغان پوځیان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي . همداراز د افغانستان تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې او وئيلي ئې دي ،دغه کسان دغزني په قره باغ او اندړو ولسوالیو کې د طالبانو د مورچلو په ضد په بمباریو کې وژل شوي دي .
البته طالب مسئولانو په دې اړه دخ بر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيلي. په قطر کې د طالبانو او افغان حکومتي پلاؤ ترمینځ له څو میاشتنیو خبرواترو وروسته بیا هم په افغانستان کې د وینې بهیدا او جنګ جګړو زور کم شوی نه دی .