یوځل بیا وایم چې طالبان دې سولې ته غاړه کیږدي
امریکائي ډيپلوماټان او چارواکي هڅه کوي ،په افغانستان کې د موقتي حکومت دجوړولو د پلان پشمول په لمسونکو او لاسوهونکو څرګندونو سره طالبان د سولې دخبرواترو دبهیر په دوام پښمانه کړي څ و خپلو هغو سپيرو او شومو موخو ته چې هماغه دافغانستان ویشیدا ده ، ورسیږي او طالبان په قدرت کې شریک کړي او د دوي ترمینځ ډلبندي رامینځةکړي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولیسمشر اشرف غني پرون د افغانستان ترکمنستان د پنځه سوه کلووالټ بریښنا منتقلونکو کرښو د پروژې په پرانیستونکو دستورو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، که دغه ډله خپلو خونړیو حملو او تاؤتریخوالو ته دوام ورکړي ، نو ولس به د جنګ غواړو په ضد جنګ ته وبولي .
د افغانستان ولسمشر ټينګار کړی ، ولس له جنګ جګړو او وژلو ستړی او غوسه شوی او پخپل هیواد کې د سولې او آرامښت ټينګیدا او دغه راز د جنګ ختمیدا غواړي او که طالبان د ولس دغې غوښتنې ته پام ونه کړي ، نو ددغې ډلې په ضد به وجنګیږي .
اشرف غني پر طالبانو غږ کړی ، په افغانستان کې دې له اور بند سره موافقه وکړي څو جنګ پاي ته ورسیږي .
د افغانستان د ولسمشر دغه خبرداری په داسې حال کې دی ، چې د ستمبر له دولسمې نیټې تر دې دمه په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې دخبرواترو د بهیر له پیلیدا راهسې، په دغه جنګ ځپلي هیواد کې جنګ ،وژلې ټارګڼ کلنګ لاپراخ شوی او همدغه موضوع د افغان ولس و اندیښنې او وحشت لامل شوې او ددغو خبرواترو له دوامه نهیلي شوي دي. د وئيلو ده امریکائي ډيپلوماټان او چارواکي هڅه کوي ،په افغانستان کې د موقتي حکومت دجوړولو د پلان پشمول په لمسونکو او لاسوهونکو څرګندونو سره طالبان د سولې دخبرواترو دبهیر په دوام پښمانه کړي څ و خپلو هغو سپيرو او شومو موخو ته چې هماغه دافغانستان ویشیدا ده ، ورسیږي او طالبان په قدرت کې شریک کړي او د دوي ترمینځ ډلبندي رامینځةکړي .