د افغانستان په لوګرکې دطالبانو ۲۹مهم شخصیتونه وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95405-د_افغانستان_په_لوګرکې_دطالبانو_۲۹مهم_شخصیتونه_وژل_شوي
د افغانستان په شمال کې ۲۰۹شاهین کل اردو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار کې د اتلسو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړی ، چې نیّت ئې در لود، په پوځي پستو یرغلونه وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 17, 2021 01:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لوګرکې دطالبانو ۲۹مهم شخصیتونه وژل شوي

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹شاهین کل اردو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار کې د اتلسو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړی ، چې نیّت ئې در لود، په پوځي پستو یرغلونه وکړي .

ایرنا خبری آژآنس راپور وروکړی ،د افغانستان  دلوګر ولسوالس په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوی ولسوال او د څو ځان مرګو پشمول ۲۹مهم طالب غړي ،  د کمانډوز پولیسو په عملیاتو کې وژل شوي دي .

 راپور ښئ ، د لوګر ولایت د پولیسو دقوماندانۍ ویندوي  شاپور احمدزي  پرون ناوخته  ځاي رسندویو ته وئيلي دي ، دغه وسلوال طالبان  د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون شهر  کلي کې د مخکې اطلاعاتو په اساس په عملیاتو کې ګیر او وژل شوي دي .

احمد زی وئيلي  په دغه ولایت کې په تیرو درو ورځینو پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو درې مهم مرکزونه او یو شمیر نور پټنځایونه  تباه شوي او څه دپاسه پنځوس ماینونه او بمونه  هم کشف او شنډ کړئ شوي دي .

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹شاهین کل اردو  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په کندهار کې د اتلسو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړی ، چې نیّت ئې در لود، په پوځي پستو  یرغلونه وکړي .همداراز په فاریاب ولایت کې هم د طالبانو پر مورچلو په حملو کې  اته وسلوال طالبان  وژل شوي دي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 دغه راز په یوه بل خبر کې وئيل شوی دي په هرات ولایت کې په یوه کور  دهاوان ګولۍ لګیدلي چې له امله ئې  یوه ښځه وژل شوې او یولس نور ټپيان شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت وئيلي ، په دیارلسو ولایتونو کې  دطالبانو او افغان پوځي مامورانو ترمینځ په تیرو۲۴ساعتونو کې سختې نښتې  شوي چې ځيني تر دې دمه دوام لري .