په پاکستان کې پر افغان کډوالو شوي جنایتونه نه بخښونکي دي
د هغو حق غوښتنو او تاؤتریخوالو په وړاندې چې ترسره کیږي ، د افغانستان حکومت هم ګرَم دی،ځکه په پيل کې باید د هیواد په داخل کې د ملت لپاره د ژوند تیرولو شرائط برابر کړي او په هغو هیوادونو کې چې افغان کډوال پکې ژوند کوي،د خپلو ښاریزو دحقوقو دفاع وکړي .
زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دهرات ولایت مدني او فرهنګي فعالانو دڅه مودې مخکې هغې پیښې په غبرګون کې چېد پاکستان په بلوچستان صوبې کې له یولسوافغان کارګرانو سرونه غوڅ کړئ شوي ؤ ، دا ئې یو ستر جنایت او غیرانساني کار بللی دی .
د هرات ولایت د انسان دوستۍ مدني ټولنې،په دغه ولایت کې د مدني ځوانانو او فعالانو په شتون سره د افغان کډوالو په ضد د ګاونډي هیواد دتاؤتریخوالي په خاطر دعدالت اومحاکمه کولو سیمنار جوړ کړ .
د هرات دمدني ټولنې دمشورتي چینل مشرې میرمن حلیمه پژواک په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې ددغه سیمنار موخه په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو د حقوقو د اخستو غوښتنه بللې او وئيلي ئې دي ،هغه ګاونډي هیوادونه چې افغان کډوال پکې ژوند کوي،باید تاؤتریخوالی ورسره ونشي.هغې وئيلي د هغو حق غوښتنو او تاؤتریخوالو په وړاندې چې ترسره کیږي ، د افغانستان حکومت هم ګرَم دی،ځکه په پيل کې باید د هیواد په داخل کې د ملت لپاره د ژوند تیرولو شرائط برابر کړي او په هغو هیوادونو کې چې افغان کډوال پکې ژوند کوي،د خپلو ښاریزو دحقوقو دفاع وکړي . همداراز بل وینا وال مولوي محمد رحیم شهریار هم ووئيل،تاؤتریخوالی په اسلام او نړیوالو قوانینو کې منع شوی او باید دکډوالو په وړاندې د تاؤتریخوالو مخه ونیول شي .
څه موده مخکې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مچ سیمې کې د یولسو افغان کډوالو پشمول له اتلسو کسانو تکفیری ترهه ګرو په بوږنونکي ډول سرونه غوڅ کړي او دمړو بې احترامي ئې کړې وه ، چې دغې غمیزې ډير زیات نړیوال او سیمه ایز غبرګونونه هم راپارولي دي .