امریکې په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95442-امریکې_په_افغانستان_کښې_خپلو_ښاریزو_ته_خبردارې_ورکړ
په افغانستان کښې د جنګ اصلي عاملې امریکې له خپلو ښاریزو وغوښتل چې دغه هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2021 04:15 Asia/Kabul
  • امریکې په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبردارې ورکړ

په افغانستان کښې د جنګ اصلي عاملې امریکې له خپلو ښاریزو وغوښتل چې دغه هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په افغانستان کښې د جنګ اصلي عاملې امریکې له خپلو ښاریزو وغوښتل چې دغه هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په کابل کښې د امریکې سفارت په یوې خبرپاڼې کښې د جرم او جنایتونو، انسان تښتونو او ترهګرو بریدونو د زیاتیدو او د کرونا د ناروغۍ په وجه له خپلو خلکو غوښتي چې افغانستان ته نه ځي.

په دې وروستیو میاشتوکښې په افغانستان کښې په تیره بیا د پلازمینې کابل په شمول سترو ښارونو کښې ترهګرې حملې او هدفي وژنې ډیرې شوې دي او د افغانستان حکومت، طالب ډله چې امریکې ترې ملاتړ کوي، د دغو بریدونه مسئوله بولي او دې خبرې د خلکو قهر هم راپارولې دی.

خپلو خلکو ته د امریکې د حکومت دغه خبرداری په داسې حال کښې دی چې واشنګټن په خپله په افغانستان کښې د ناامنۍ، بې ثباتۍ، جنګ، ترهګرۍ، د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق او د خلکو د وژلې اصلي لامل دی او ثابته کړې یې ده چې له طالبانو سره په مقابلې او په افغانستان کښې د صلحې او امنیت په ټینګولو کښې ناتوانه دی.