له افغانستانه د بهرنیوعسکرووتل پرعملیاتوهیڅ اغیزې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95466-له_افغانستانه_د_بهرنیوعسکرووتل_پرعملیاتوهیڅ_اغیزې_نه_لري
د افغانستان چارواکو او ولس په کرتو په دغه هیواد کې دامریکا په قوماندانۍ د بهرنیو عسکرو د شتون په دوام نیوکې کړي او له افغانستانه ئې ددوي دوتلو غوښتنې کړ ي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 19, 2021 10:44 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د بهرنیوعسکرووتل  پرعملیاتوهیڅ اغیزې نه لري

د افغانستان چارواکو او ولس په کرتو په دغه هیواد کې دامریکا په قوماندانۍ د بهرنیو عسکرو د شتون په دوام نیوکې کړي او له افغانستانه ئې ددوي دوتلو غوښتنې کړ ي دي .

زمونږخبریال د طلوع نیوز  خبری چینل له قوله راپور راکړ د افغانستاند پوځ د ۱۱فرقې  قوماندان دپوځي ځواک دکمولول په باب دامریکا ادعا ته په پام سره وئيلي دي ،حتی که  په افغانستان کې د امریکا دوه زره پنځه سوه عسکر پاتې هم شي ،نو  دجنګ په ډګر کې دمونږ تر څنګ شتون نه لري .هغه وئيلي دي ، دبهرنیو عسکرو د وتلو  په باب  هیڅ اندیښنه نشته ، ځکه  حکومتي ځواکونه  پخپلواکه توګه د عملیاتو دترسره کیدا توانمنۍ لري .

 د افغانستان  د پوځ ۱۱۱فزقئ   قومانداني  د معمول په اساس  په کابل ،بامیان، کاپیسا پنجشیر  او پروان ولایتونو کې  پوځي ماموریّتونه  ترسره کوي .

 د امریکا دبهرنیو متحدانو له مخالفت سره سره ډونالډټرمپ په نومبر میاشت کې اعلان کړی ، چې د جنورۍ تر مینځیو پورې  به په افغانستان کې  دامریکائي ځواک شمیر له څلورنیم زروڅخه دوه نیم زره عسکرو ته راکم کړي.

 امریکا او متحدانو ئې  په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت د ټينګولو په پلمه په دغه هیواد لښکرکشي وکړه ، خو له هغه وخته تر دې دمه  په دغه جنګ ځپلي  افغانستان کې  ناکراري ، ترهه ګري او د نشه ایزو موادو تولید او کښت په اوڅاره توګه زیات شوی دی  ، د افغانستان  چارواکو او ولس  په کرتو  په  دغه هیواد کې  دامریکا په قوماندانۍ د بهرنیو  عسکرو د شتون  په دوام  نیوکې کړي او  له افغانستانه ئې  ددوي دوتلو غوښتنې کړ ي دي .