طالبان په خبرو کې د ولس غوښتنو ته بې پامي کوي
په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د شوي موافقې منفي اړخونه په روښانه کیدا دي او دا طالبان دي چې ورځ تربلې ئې په بین الافغانی خبرو کې شرطونه اوغوښتنې زیاتیږي او د سولې د خبرواترو انجام تورتم کیږي ، چې همدا دامریکائي استعمار یوه غوښتنه ده څو په جنګ ځپلي افغانستان کې جنګ جګړې او د وینو بهیدا هماغه راز دوام ولري .
زمونږخبریال راپور راکړ د قطر په دوحې کې دبین الافغاني خبرود حکومتي مرکچي پلاوي غړو وئيلي دي ،طالبانو ډله د جنګ د ختمیدا او د اور بند داعلانولو په ځاي د امریکا په وسیله ددغې ډلې د بندیانو دخوشي کیدا په فکر کې دي .
د افغانستان دمرکچي ټيم یوه غړي محمد امین احمدي وئيلی دي ، طالبان باید په پیل کې اوربندټينګولو او د جنګ ختمولو ته تیار شي ،څو په افغانستان کې سوله تامین شي ، اوسنی جنګ د مسلمانانو د وژلو او ځورولو یوه باطله روده او حرامه چاره ده
همداراز د افغانستان د حکومت د مرکچي ټيم یوه مسئول مقام عبدالحفیظ منصور هم وئيلي دي دقطر دخبرواترو اصلی بحثوتون ته له واردیدو مخکې باید په دغه هیواد کې د جنګ د رواوالی په باب بحث وشي ، او ترڅو ددغه جنګ رواوالی روښانه نشي ، د سولې خبرې اترې به هیڅ نتیجه ورنکړي .
داپه داسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د شوي موافقې منفي اړخونه په روښانه کیدا دي او دا طالبان دي چې ورځ تربلې ئې په بین الافغانی خبرو کې شرطونه اوغوښتنې زیاتیږي او د سولې د خبرواترو انجام تورتم کیږي ، چې همدا دامریکائي استعمار یوه غوښتنه ده څو په جنګ ځپلي افغانستان کې جنګ جګړې او د وینو بهیدا هماغه راز دوام ولري .