په میلیونونو افغان ماشومان سملاسي خوراکي مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کې ترهه ګرو حملو ،داخلی شخړو اود کرونا بحران یووخت والي دافغانستان ډيرو سیمو ته د انسان دوستۍ دمرستو لیږدول ناممکن کړي د ي.
زمونږخبریال راپور راکړ د ماشومانو دملاتړ نړیوالې ادارې (سیو ده چیلډرن) بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،څه دپاسه اتلس میلیون افغانان چې کابو نهه میلیون اوه لکه پکې ماشومان دي ،د خواړو سملاسي مرستو ته جدي اړتیا لري .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، سږکال کابو لس میلیون افغان ماشومان د ناوړه خواړو له ترینګلتیاؤ سره مخامخ شوي دي .
دماشومانو نړیوالې ادارې د افغانستان دخلکو د اړتیا وړ ضرورتونو د تامینولو لپاره ددغه هیواد د خلکو لپاره د درې میلیارډ دالري مرستو غوښتنه کړې ده .
په افغانستان کې د دغې ادارې مشر کریسټوفر نیامنډي وئيلی دي ، دغه هیواد له تاؤتریخوالو سره په یووخت د بې وځلۍ او د کرونا ویروس له امله له ترینګلي بحران سره هم مخامخ دی . په افغانستان کې ترهه ګرو حملو ،داخلی شخړو اود کرونا بحران یووخت والي دافغانستان ډيرو سیمو ته د انسان دوستۍ دمرستو لیږدول ناممکن کړي د ي.