کونړ کښې پنځه وسله وال مخالفین له جنګي سازوسامانونو سره ونیول شول
Jan 20, 2021 11:02 Asia/Kabul
د کونړ والي له لسګونو مائنونو او سازوسامانونو سره د حکومت د پينځو مخالفینو د نيولو خبر ورکړ.
له جلال آباد زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دکونړ والي محمد اقبال سعید په یوه خبري ناسته کښې وویل د دغه ولایت دملي امنیت کارکونکو په یو ځانګړي اقدام کښې د شیګل او څوکۍ ولسوالیو په اړوند سیموکښې د حکومت پنځه تنه وسله وال مخالفین له پنځه پنځوس مائنونو درې کلاشنکوفونو او نوروجنګي سازوسامانونو سره ژوندي نیولي د ي.
د کونړوالي محمد اقبال سعید وویل دامنیتي کارکوونکو هیڅ لاسته راوړنه د ولسي خلقو له همکارۍ نه بغطر شونې نه ده . هغه له ولسي خلقو وغوښتل چې له امنیتی ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د مخالفینو د ورانکارو عملياتو مخه ونیسي.
ټیګونه