د ايران د چابهار بندر له پراختيا څخه د افغانستان هرکلے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95508-د_ايران_د_چابهار_بندر_له_پراختيا_څخه_د_افغانستان_هرکلے
د ايران د چابهار بندر پراختيا د افغانستان په تجارت او ټرانزېټ کښې يو مهم رول لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 20, 2021 16:25 Asia/Kabul
  • د ايران د چابهار بندر له پراختيا څخه د افغانستان هرکلے

د ايران د چابهار بندر پراختيا د افغانستان په تجارت او ټرانزېټ کښې يو مهم رول لري.

د اېرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د تجارت کوټې د هند لخوا د چابهار بندر له سنبالښت او پراختيا څخه په هرکلي سره وويل، د ايران چابهار بندر په داسې حالاتو کښې چې د افغانستان تاجران د پاکستان لخوا له زياتو محدوديتونو سره مخامخ دي د تجارت د پراختيا لپاره يو مناسب انتخاب کېدې شي.

د افغانستان د تجارت دکوټې دغه خبرتيا د چابهار بندر په پانګونه کښې د چټکتيا لپاره د نوي ډيلي د کلکې ارادې په اړه د هند په رسنيو کښې د رپوټونو له خپرېدو وروسته جاري شوې ده.