د افغانستان هوائي چلن د حکتيار ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95586-د_افغانستان_هوائي_چلن_د_حکتيار_ادعا_رد_کړه
د افغانستان هوائي چلن د کابل هوائي ډګر ته د ناپېژندل شويو الوتکو تګ راتګ او د پېسو او سرو ززو د انتقال په اړه د دغه هېواد د حزب اسلامي د مشر ادعا رد کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 23, 2021 11:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان هوائي چلن د حکتيار ادعا رد کړه

د افغانستان هوائي چلن د کابل هوائي ډګر ته د ناپېژندل شويو الوتکو تګ راتګ او د پېسو او سرو ززو د انتقال په اړه د دغه هېواد د حزب اسلامي د مشر ادعا رد کړه.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان کورني هوائي چلن نن وويل، د افغانستان ټولې کورنۍ الوتنې د دغې ادارې د مخکښې اجازې تابع دي او د الوت د هدف له معلومېدو وروسته د نړيوالو او کورنيو قوانينو مطابق ورته د الوت اجازه ورکړې کيږی.

ګلبدين حکمتيا په کابل کښې د تېرې جمعې د نمانځه په وېنا کښې ادعا کړې وه چې ناپېژندل شوې الوتکې د کابل نړيوال هوائي ډګر ته په تګ راتګ سره په غېر قانوني توګه پېسې او سرۀ زر قاچاق کوي.